زموږ ټیم د Gap پروژه نومیږي
موږ په انګلستان کې د میشتو افغانانو یوه ډله یو چې ټول په بیلابیلو برخو کې تجربه او لوړې زده کړې لري. زموږ ټیم د روغتیا، تعلیم، عامه خدماتو او حقوقي مسلو په برخو کې کافي تجربه لري. موږ د خلکو په نښلولو سره تشې ډکوو
موږ له هغو افغان کډوالو سره کار کوو چې په دې وروستیو کې برتانیا ته د اړتیا له مخې په بېلابېلو برخو کې ځای پر ځای شوي دي، د هغوی ستونزې په ګوته کوي او په خپله ژبه د دوی د ستونزو په حل کې مرسته کوي. زموږ د ټیم غړي په دري، پښتو او ازبکي خبرې کوي.
زموږ هدف څه شی دی؟
د هغو افغان کډوالو د اړتیاوو د پوره کولو لپاره چې بریتانیا ته راغلي دي، موږ هغوی له مناسبو بنسټونو سره وصل کوو چې د دغو کډوالو د اړتیاوو په پوره کولو کې مرسته وکړي. د پناه غوښتونکو اړتیاوې د رارسیدو او د افغان ټولنې سره په تماس کې پیژندل کیږي
بريتانيا غواړي له نويو راغلو افغانانو سره د مرستې لپاره هر اړخيز چلند وکړي